غور پش
هر کله به چې ډير نشه و نو بيا به يې د خپلو خپلوانو حال احوال د ټيلفون په مرسته اخيست ،شيرين اغا په دې ورځ هم ډير الکهول چښلي و ، ګرځنده ټيلفون يې له ډوډي راخلاص کړ او د خپل ترورزي د ټيلفون شميره يې راواړله .
هيلو ،هيلو ، اورې ؟
بشپړمتن
د شهکاروناولونو شهکار ژباړونکئ
د نور کله په شان مې دا څل هم د سفر د نورو اړتياوو سره يو څای د لارې د لنډون لپاره«توره ماته شوه»ناول له ځان سره مل کړ. د ايميګريشن له تيريدو او دڅوکۍ له موندلو وروسته اعلان وشو،څانونه وتړی. الوتکه د څغاستې کرښې ته روانه شوه، لږه شېبه وروسته الوتکې د فرانکفورت ښار او ولايت په شنه فضا کې مخه د غرب پر لور سمه کړه ، پايلټ وويل " موږ ۳۵۰۰ فټه هسک يو له اته ساعته او پنڅه ديرش دقيقووروسته به سن فرانکسيسکو ته ورسيږو.
بشپړمتن
ناکامه مينه : لونګ
تاج ته خدای د دنګې ځوانۍ سربيره ډير ښکلی غږ هم ور کړی و چې کله نا کله به يې د خپلوانو د خوښيو په محفلونو کې يوه نيمه سندره زمزمه کوله ، دا ځل هم داسې يو د واده مراسم و چې د هوټل سالون د ښځينه او نارينه و نه ډک و ، تاج د خپلې مينې له زوره سټيج ته و خوت او د سندرغاړو نه يې د يوې سندرې اجازه وغوښته .
تاج دا مقام او سروکی په داودي غږ کې زمزمه کړل :
بشپړمتن
اخ
اخ دا نوم دې څومره خوُږ دی
ټول له شاتو نه جوړ شوی
د قدرت نخښې په کې دي
کايناتو نه جوړ شوی
بشپړمتن
ارمان : لونګ
په زرڅانګې خدای د نوم په څير ډيره ښکلا او شوخي هم لورولې وه ، ښکلې نرۍ مناسبه لوړه پوزه ، اوږدې بادامي سترګې ، نرۍ سرې سرې شونډې ، لکه د ګلابونو پاڼې ، پر سپينه هسکه غاړه به يې تل ګيډۍ ګيډۍ ګڼ ويښتان پريشانه پراته و .د خبرو کولو انداز يې هم ډير په مکيز و هغه داسې چې د خبرو سره به يې د سترګو موسکا تل مله وه .
ډيره مسته او ښه چمبه يې هم وهله ، د سندرو په ويلو کې خو يې ګلناربيګم شاګرده ښکاريده ، د کليوالو هر واده به په زرڅانګې تود و . په نڅا کې به تا فکر کولو چې د هندي فلم نڅاګره ده .
بشپړمتن
بيا هم تاته ليک
بيادې سندرې د ښکلا نه وايم
نوره دې باسمه له خياله خپله
زه يم له مينې ته له کرکې جوړه
نوره دې نه ګڼمه سياله خپله
بشپړمتن
يوه کړيغه د ژړا: لونګ
د ټولو ځمکو اسمانو ټولواکه
لمده په اوښکو يوه دعا در ليږم
د ربړيدلې ځوريدلي ولس
په حال يوه کړيغه د ژړا در ليږم
بشپړمتن
بخښنه
د ليکوالۍ په ډګر کې زه خپل پلونه شاګردانه بولم او دي . زما د ليکنو هنري اړخ به دومره پياوړی نه وي څومره چې يو کيسه ليکوونکي سره ښايي .
بشپړمتن

